د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د اکتوبر په ۳۰مې نېټې د رايو په غوڅ اکثريت هغه پرېکړه ليک تصويب کړ، چې له مخې يې پر کیوبا د امريکا اقتصادي، سوداګریز او مالي بندیزونه پای ته رسيږي.
د ملګرو ملتونو ۱۸۷ غړو هېوادونو په همدې ورځ د یاد پرېکړه ليک مسودې ته موافقې او امريکا او اسرائيل ورته مخالفې رايې ورکړي دي.
په دغه پرېکړه ليک کې د ټولو هېوادونو د خپلواکۍ پر برابرۍ او د بل هېواد په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې پر اصل ټينګار شوی دی.