په چين کې د روان کال په تېرو ۳ ربعو کې ۲۵۱۰ ميليارډه کيلو واټه برېښنا توليد شوې
CMG2024/11/01 10:44:29
شريکول:

چين د روان ۲۰۲۴م کال په تېرو درېيو ربعو کې له دوامدارې انرژۍ څخه ډېره استفاده کړې او په همدې مودې کې يې د برېښنا توليدي اندازه ۲۵۱۰ ميليارډه کيلو واټو ته رسېدلې، چې د تېرکال د همدې مودې په پرتله ۲۰.۹ سلنه زياتوالی ښيي.

په چين کې د روان کال په تېرو ۳ ربعو کې ۱۳۴۹ ميليارډه کيلو واټه بادي او لمریزه برېښنا توليد شوې، چې دا بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۶.۳ سلنه زياتوالی ښيي.