په نايجريا کې سيلابونو ۳۲۱ کسان وژلي
CMG2024/11/01 10:47:56
شريکول:

د نايجريا حکومت د اکتوبر په ۳۱مې نېټې ويلي، چې روان کال د دغه هېواد په ډېرو سیمو کې د سختو بارانونو او سيلابونو له امله لږ تر لږه ۳۲۱ کسان وژل شوي او له ۷۴۰ زرو زيات کسان بې کوره شوي دي.

د نايجريا د انامبرا ايالت مشر رسنيو ته د ملي اقتصادي کمېټې د راپور له مخې ويلي، چې په دغه هېواد کې د سږنيو سيلابونو له امله ۲۸۵۴ کسان ټپيان شوي او شاوخوا ۲۸۰ زره کورونه يې اغېزمن کړي او زياتې کرنيزې ځمکې يې وړې دي.

مالومات ښيي، سږ کال د نايجريا له ۳۶ ايالتونو څخه په ۳۴ ايالتونو کې سخت بارانونه او سيلابونه رامنځته شوي او ۲۱۷ سيمې اغېزمنې شوې دي.