د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک د اکتوبر په ۳۱مې نېټې اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې به د ایران ټولې کونسلګرۍ بندې کړي او دغه اعلان یې په ایران کې د جمشید شارمهد د مرګ په غبرګون کې کړی دی.
ایران تراوسه د جرمني ياد اعلان ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
ایران د جرمني په فرانکفورټ، هامبورګ او مونیخ کې کونسلګرۍ لري او ټاکل شوې، چې ټولې به وتړل شي، خو د سفارت چارې به یې عادي روانې وي.
د ایران خبري اژانس د اکتوبر په ۲۸مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت په همدې ورځ ایراني الاصله جمشید شارمهد اعدام کړی او پر نوموړي تور و، چې له کلونو راهیسې يې د ایران پر ضد څو ترهګریز بريدونه طرحه او تطبیق کړي دي.