شي جين پينګ د احتیاطي افرادو د ادارې د لنډمهالو مقرراتو حکم کړی
CMG2024/11/01 11:27:04
شريکول:

د چین د مرکزي پوځي کمېسیون رئیس شي جين پينګ څو ورځې مخکې د احتیاطي افرادو د ادارې د لنډمهالو مقرراتو حکم لاسلیک کړی دی.

د چين اړوند ادارې به د دغو مقرراتو له مخې د چین ولسي جمهوریت د احتیاطي افرادو قانون د تطبیق د هڅولو په موخه د ادارې اغېزمن سیسټم جوړ کړي، د احتیاطي افرادو د انتخابولو، روزلو او ازمویلو سیسټم به بشپړ او د احتیاطي افرادو د ډلو او ټولنو د ابادۍ لپاره به پياوړی ملاتړ برابر کړي.