چين د بهرنيو لاسوهنو او بنديزونو پر ضد د کيوبا ټينګ ملاتړ کوي
CMG2024/11/01 14:28:01
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د اکتوبر په ۳۱مې نېټې رسنیو ته ویلي، چې هېواد يې تل د کیوبا پر ضد د امریکا له بندیزونو سره مخالفت کړی او له ۱۹۹۲م کال راهيسې یې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د واشنګټن له بندیزونو سره مخالفت کړی او د کيوبا په حق کې يې رایې کارولې دي.

لين جيان ويلي، چين د نړيوال عدالت ټينګ پلوي دی او د بهرنيو لاسوهنو او بنديزونو پر ضد او د ملي حاکميت او کرامت د ساتنې په برخه کې به د کيوبا ټينګ ملاتړ وکړي.

نوموړي ویلي، امریکا له شپږو لسیزو راهیسې پر کیوبا  بندیزونه لګولي، چې له امله یې دغه هېواد د شاوخوا ۱۶۰ ميلیارډو ډالرو په ارزښت زیانونه ګاللي او یوازې د ۲۰۲۳ کال له مارچ څخه د ۲۰۲۴ کال تر فبروري پورې یې له ۵ ميلیارډو ډالرو زيات زيانونه ليدلي دي.

د امريکا د بنديزونو له امله د کيوبا خلک د ژوند په بیلا بیلو برخو کې له ستونزو سره مخ دي او خواړو، درملو، سون توکو او انرژۍ ته لاسرسی نه لري.