د امريکا د فلوریډا پوهنتون د ټاکنو د لابراتوار ډېټا ښیي، چې د اکتوبر د ۳۱مې نېټې تر ماښام پورې، په دغه هېواد کې له ۶۴ ميلیونو څخه زیاتو رایه ورکوونکو د ۲۰۲۴م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه اخيستې او د خپلې خوښې نوماند ته یې رایې ورکړې دي.
معلومات ښیي، ۳۴.۲۴ ميلیونه رای ورکوونکي د ټاکنو مرکزونو ته تللي او هلته یې د خپلې خوښې نوماند ته رایې کارولي او په ورته وخت کې شاوخوا ۳۰.۰۱ ميلیونه پوسټ رايې هم د ټاکنو لابراتوار ته رسیدلې دي.