د سوډان د خبريالانو ټولنې د نومبر په ۲مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، له دې راهيسې چې د تېر کال په اپريل کې د سوډان وسله والو ځواکونو او د چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ نښتې رامنځته شوې، په دغه هېواد کې ۱۳ رسنيز کارکوونکي وژل شوي چې ۲ ښځينه خبريالان پکې شامل دي.
د دغې اعلاميې له مخې، د پر له پسې وسله والو نښتو په اثر لږ تر لږه ۱۸۶ تنه رسنيز کارکوونکي له بريدونو، توقيف، لوتمارۍ اتو يا ګواښونو سره مخ شوي، څو سوه تنه رسنيز کارکوونکي مجبوراً بې کوره شوي او د دغه هېواد رسنيز کارونه ډېر زيانمن شوي دي.
د ۲۰۲۳ کال د اپريل په ۱۵مه نېټه د سوډان وسله والو ځواکونو د چټک غبر ګون له ځواکونو سره په پلازمېنې خرطوم کې وسله والې نښتې رامنځته کړې او جنګي اورونه يې بيا د دغه هېواد تر نورو سيمو غځېدلي چې له امله يې د دغه هېواد ۲۴۸ سوه تنه وژل شوي او څه باندې ۱.۰۴۲ مليونه تنه بې کوره شوي دي.