اسرائيلو د حزب الله د يو بل قوماندان د وژلو ادعا کړې
CMG2024/11/03 10:36:42
شريکول:

د اسرائيل دفاعي ځواکونو د نومبر په ۲مم نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، جنګي الوتکو يې په همدې ورځ د لبنان په جنوب پر يوې ټاکلې موخې بريد کړی او د حزب الله د ناصر توغنديزو او راکټي ځواکونو يو قوماندان يې وژلی دی.

د دغې اعلاميې له مخې، د ناصر ځواکونو کې د بېپيلوټه الوتکو ګروپ يو بل قوماندان هم په دغه هوايي بريد کې مړ شوی دی.

د لبنان حزب الله د خبر تر خپریدو پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.