د ماليزيا صدراعظم په شمول د څو هېوادونو مشران به د چين د وارداتو په ۷م نړيوال نندارتون کې ګډون وکړي
CMG2024/11/03 15:35:18
شريکول:

د چين د خارجه وزارت وياندې ماو نينګ د نومبر په ۳مه نېټه اعلان وکړ چې د چين د وارداتو ۷م نړيوال نندارتون به د روانې مياشتې له ۵مې نه تر ۱۰مې نېټې پورې د دغه هېواد په شانګهای ښار کې تر سره شي. د چين د صدراعظم لي چيانګ په بلنه به د ماليزيا، ازبکستان، سلواکيا، قزاقستان، مغولستان او صربيا د صدراعظمانو په شمول د څو هېوادونو مشران د دغه نړيوال نندارتون د پرانيستې په مراسمو او اړوندو فعاليتونو کې ګډون وکړي.