د امريکا مرکزي پوځي قوماندانۍ د نومبر په ۲مه نېټه اعلان وکړ چې يو ځل بيا يې د بمبارۍ B-52 ډوله الوتکې منځني ختيځ ته رسېدلې دي.
د امريکا د دفاع وزارت وياند پتريک لايډ د نومبر په لومړۍ نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، امريکا به د ايران د ګواښونو په ځواب کې منځني ختيځ ته لا زيات پوځي تجهيزات لکه څو B-52 الوتکې او شړونکې ناوچې يا قایق ولېږي.
د ده په خبره، داسې پوځي ځواکونه به په راتلونکو څو مياشتو کې ځای پر ځای شي او د براهم لينکن الوتکې وړونکې بيړۍ او الوتکې به يې له دغې سيمې څخه ووځي.