په کابل کې د طبيعي ګازو په يوې فابريکې کې د اور لګېدنې له امله ۶ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي
CGTN2024/11/04 10:42:34
شريکول:

د افغانستان کورنيو چارو وزارت د نومبر په ۳مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د پلازمېنې کابل په پغمان ولسوالۍ کې د طبيعي ګازو يوې فابريکې کې د اور لګېدنې له امله ۶ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپيان شوي دي.

ياده پېښه د شنبې په مازدیګر رامنځته شوې، خو د اور لګېدنې لامل یې تراوسه نه دی په ډاګه شوی.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت پېښو ته د رسېدو او اطفايې عمومي رئيس نورالله انصار د همدې مياشتې په ۳مې نېټې رسنيو ته ويلي،‌ چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د ګازو په يوه فابريکه کې اورلګېدنه ختمه شوې ده.

د انصار په خبره،‌ يادې پېښې اقتصادي زيانونه اړولي او د اور لګېدو په اړه يې پلټنې روانې دي.