اوپېک: د اومو تېلو تولیدي کمښت ته به د کال تر پایه دوام ورکړي
CMG2024/11/04 16:05:54
شريکول:

اوپېک یا د نفتو صادرونکو هېوادونو سازمان د نومبر په ۴مې نېټې په یوې اعلامیې کې ويلي، د دغه سازمان د غړو هېوادونو په شمول د تېلو ۸ لويو تولیدونکو هېوادونو پرېکړه کړې، چې د اومو تېلو د تولیدي اندازې کمښت ته به د سږ کال تر پایه دوام ورکړي.

 د پلان له مخې، د یادو هېوادونو د اومو تېلو د ۲.۲ میلیونو بیلرو ورځنۍ اندازې د کمښت چارې به د روان کال تر ډسمبر پورې پای ته ورسیږي.

اعلاميه وايي، د اوپېک اتو غړو هیوادونو سعودي عربستان، روسیې، عراق، متحده عربي اماراتو، کویت، قزاقستان، الجزایر او عمان په خپلې خوښې پرېکړه کړې، چې د اومو تېلو د تولیدي کمښت اقدامات به وغځوي، خو اعلاميې کې دا مالومات نه دي ورکړل شوي، چې ایا دغه هېوادونه به د راتلونکي کال په جنورۍ کې هم ياد اقدام ته دوام ورکړي او که بله پالیسي به اختيار کړي.