د کوریا جمهوریت د ګډ درستیز ریاست د نومبر په ۳مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد، امریکا او جاپان هوايي ځواکونو په همدې ورځ پوځي تمرین ترسره کړی دی.
په دغه پوځي تمرين کې د امریکا بي- ۱ بي ستراتيژيک بم غورځوونکو الوتکو هم برخه اخيستې وه.
خبر وايي، د امريکا يادو الوتکو د کوريا جمهوريت او جاپان د ځواکونو په ملاتړ او بدرګه په سیمې کې ګزمې کړي او ټاکلې موخې يې بمبار کړې دي.
دا په روان کال کې څلورم ځل دی، چې د امریکا بي- ۱ بي نمبر ستراتېژیک بم غورځوونکې الوتکې د کوریا ټاپووزمې شاوخوا ګزمې کوي او د يادو درې واړو هېوادونو دوهم ځل دی، چې په روان کال کې ګډ هوايي تمرین ترسره کوي.
د کوریا جمهوریت د ګډ درستیز ریاست دغه تمرین د ډیموکراتیکې کوریا هغه عمل ته ځواب بللی، چې د تېر اکتوبر په ۳۱مې نېټې یې د نوي ډول کانټینټال بالیستیک توغندی توغولی و.