شي جين پينګ: چارواکي باید په خپلو کارونو کې ژور اصلاحات راوالي
CGTN2024/11/04 10:45:37
شريکول:

 د چين د کمونېست ګوند د ۲۰مې مرکزي کمېټې د ۳مې عمومي غونډې د روحيې د زده کړې په پار د ولايتي او وزارتي چارواکو کورس د اکتوبر د ۲۹مې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجينګ کې پرانيستل شو.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغه کورس پرانيستونکو مراسمو ته وينا کړې او ويلي يې دي، چې ټول چارواکي باید د چين د کمونېست ګوند د ۲۰مې مرکزي کمېټې د ۳مې عمومي غونډې د روحيې زده کړه پياوړې کړي، پر اصلاحاتو د ټولو ګوندي غړيو او خلکو باور باید ټينګ وساتي او نور  ژور اصلاحات دې راوالي.

ډېرو چارواکو او چينايانو  ويلي، چې د عمومي منشي شي جين پينګ په مهمه وينا کې د بشپړو او ژورو  اصلاحاتو په اړه يو لړ مهم نظرونه او مسئلې يادې شوې دي.

دوی ويلي، رئیس شي جين پينګ د ۲۰مې مرکزي کمېټې د ۳مې عمومي غونډې د روحيې د زده کړې او د اصلاحاتو د بېلا بېلو تدبيرونو د پلي کولو لپاره اساسي اصل څرګند کړی او اړينې لارښوونې يې کړې دي.