بوليوي: اورپکو څه باندې دوه سوه سرتيري نيولي
CGTN2024/11/04 10:44:08
شريکول:

د بوليوي بهرنيو چارو وزارت د نومبر په ۲مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې وسله والو کسانو څو ورځې مخکې د دغه هېواد پر ۳ پوځي اډو  بریدونه کړي، چې په ترڅ کې يې څه باندې دوه سوه سرتيري نيولي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې له ځان سره وړي دي.

د بولیوي ولسمشر لویس البېرتو ارسي کاتاکورا ياد وسله وال  د دغه هېواد د مخکېني ولسمشر مورالېس  کسان بللي دي.

اعلاميه وايي، د بوليوي حکومت غواړي د دغه هېواد له بېلا بېلو لوريو سره خبرې وکړي، خو وسلوال خبرو ته نه حاضريږي او يوازې د مخيکني ولسمشر مورالېس د شخصي او ټاکنيزو ګټو لپاره جنګيږي.

د بوليوي حکومت د  وسله والو کسانو یاد بريد سخت غندلی دی.