د ښارونو ۱۲م نړيوال فورم د نومبر په ۴مې نېټې د مصر په پلازمېنې قاهرې کې پرانيستل شو، چې د روانې مياشتې تر ۹مې نېټې پورې به دوام ولري.
د مالوماتو له مخې، په دغه فورم کې شاوخوا ۳۷۰۰ کسانو ګډون کړی، چې پکې شاوخوا ۷۰ وزيران، ۹۰ واليان او ښاروالان هم شامل دي.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي ياد فورم ته په وينا کې ويلي، اوسمهال د نړۍ ګڼ ښارونه او استوګنيزې سيمې د نفوس د چټک زياتوالي، اقليمي بدلون او د اوبو کمښت په شمول له ډېرو ننګونو سره مخ دي او دوامدار پرمختګ، ښکلا او د اوسېدونکو د ژوند ښوالی يې ډېر مهم بللي دي.
د ښارونو نړيوالو فورم د ملګرو ملتونو د بشري استوګنيزې ادارې لخوا په هرو دوو کالونو کې يو ځل ترسره کېږي او ګډونوال یې د ښارونو د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په اړه خبرې او نظرتبادلې ترسره کوي.