د اسرائيل بهرنيو چارو وزارت د نومبر په څلورمې نېټې ملګرو ملتونو ته په يو رسمي سند کې ويلي، چې هېواد يې له انروا يا د کډوالو لپاره د مرستې او کارموندنې ادارې سره د ګډې همکارۍ تړون لغوه کړی دی.
ياد تړون اسرائيل او انروا په ۱۹۶۷م کال کې لاسليک کړی و، چې له مخې يې دغې ادارې په اسرائيل کې فلسطیني کډوالو ته د تعلیم، روغتيا او ملاتړ خدمتونه برابرول.
اسرائیل ويلي، د ملګرو ملتونو په ګډون له نورو نړيوالو همکارانو سره به ګډو همکاريو ته دوام ورکړي، څو په غزه کې له ملکي وګړو سره د بشري مرستو ترڅنګ د اسرائيل امنيت هم تضمين شي.
د اسرائيل پارلمان د تېر اکتوبر په ۲۸ مې نېټې يوه لايحه تصويب کړې، چې له مخې يې په دغه هېواد کې د انروا فعاليتونه او له دغې ادارې سره یې همکارۍ منع اعلان کړي دي.
فلسطين، امريکا، بريتانيې، فرانسې او یو شمېر نورو هېوادونو د اسرائيل ياده کړنه غندلې او ويلي يې دي، چې دغه لايحه به په غزه او نورو سيمو کې د بشري مرستو چارو ته سخت زيانونه ورسوي.