ايران: د ټولو ممکېنو لارو او ځواک په کارولو اسرائيل ته ځواب ورکوو
CGTN2024/11/05 10:42:47
شريکول:

د ايران د بهرنيوچارو وزارت ویاند اسماعيل بقايي د نومبر په څلورمې نېټې یوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې هېواد به يې د هرو ممکېنو وسيلو او قوت په کارولو اسرائيل ته ځواب ورکړي او په خبره یې، ايران به هر اشغالګر عمل ته روښانه او غوڅ غبرګون وښيي.

امریکا پدې وروستيو کې اعلان کړی، چې په منځني ختيځ کې به د بم غورځوونکو الوتکو په ګډون زيات پوځي ځواکونه ځای پر ځای کړي.

اسماعيل بقايي ويلي، په سيمې کې د امريکايي پوځي ځواک ځای پر ځای کېدو د سيمې سوله او ثبات ګواښلي او تېر ۴۵ کلن تاريخ يې ثابته کړې، چې د امريکا حکومت که هر څنګه بدليږي، ایران يې پر وړاندې يرغلګرو او لمسون کوونکو کړنو ته ځواب ورکړی دی.