د چين هوايي ځواک به په نوي ډول پټې جنګي الوتکې سمبال شي
CGTN2024/11/05 14:54:56
شريکول:

د چين هوايي ځواک د نومبر په پنځمې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې يوې مطبوعاتي غونډې کې د دغه ځواک د جوړېدو د ۷۵ مې کليزې او د دغه هېواد د هوايي او فضايي چلند ۱۵م نړيوال نندارتون کې نندارې ته د وړاندې کېدونکو جنګي الوتکو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

د چين د هوايي ځواک د تجهيزاتي ادارې مشر ډګروال نيو ون بو يادې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې ځواکونه به يې د هېواد د هوايي او فضايي چلند په ۱۵م نړيوال نندارتون کې جۍ – ۳۵ اې(J-35A) پټه جنګي الوتکه نندارې ته وړاندې کړي.

د چين د پوځي چارو کارپوهې لي لي رسنيو ته ويلي، چې په ياد نندارتون کې د جۍ – ۳۵ اې پټې جنګي الوتکې ښودنه پدې معنا ده، چې د چين هوايي ځواک په يو وخت کې دوه ډوله پټې جنګي الوتکې لري، چې يو ډول يې جۍ -۲۰ او بل ډول يې جۍ -۳۵ اې ده او دغه هېواد به له امریکې وروسته د نړۍ دويم هېواد شي، چې په ورته مهال به پر دوو ډلو پټو جنګي الوتکو سمبال وي.