سروې: د چين پراخ بازار نړۍ ته لوی فرصتونه برابروي
CGTN2024/11/06 15:34:21
شريکول:

د چين اووم نړیوال وارداتي نندارتون په شانګهای کې روان دی، چې تر دمه یې ډېر نوي ريکارډونه جوړ کړي دي.

د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې د نړۍ د ۱۲۹ هېوادونو او سيمو ۳۴۹۶ شرکتونه ګډون لري، چې په دې جملې کې ۲۹۷ هغه شرکتونه دي، چې ځيني يې د نړۍ د لومړيو ۵۰۰ پياوړو شرکتونو په نوملړ کې ځای لري او ځيني يې بيا په خپل سکټور کې ډېر پياوړي دي او د دې تر څنګ، ۱۸۶ شرکتونو او سازمانونو د دغه نندارتون په تېرو  ټولو دورو کې ګډون کړی دی.

سي جي ټي اين يوه نړيواله سروې خپره کړې او د ۳۳۸۵۸ کسانو  نظرونه یې پوښتلي دي.

په افريقا کې د دغې سروې٪ ۸۶.۶ ، ‌په منځني ختيځ کې٪ ۸۸.۲ ، په جنوب امریکا کې ٪ ۷۷.۹  او په جنوب ختيځې اسيا کې٪ ۷۸.۶ ګډونوال، چې ټولټال د سروې ٪ ۶۷ جوړوي، پر دې اند دي، چې چين پرانيستی، پياوړی او ازاد بازار لري.

یادې شمېرې په ۲۰۲۴م کال کې د چین په اړه د نظریو له سروې څخه او د چين او افريقا د اړيکو په اړه له سروې څخه راغلې دي

يادې  دواړه سروې د سي جي ټي اين له لوري ترسره شوي، چې د امريکا، فرانسې او جاپان په شمول د پرمختللو هېوادونو او د مصر، برازيل او نايجريا په شمول د مخ پر ودې هېوادونو ګډونوالو پکې برخه اخيستې او خپل نظرونه یې څرګند کړي دي.