د هونګ چياو نړيوال اقتصادي فورم کې د ورخلاصون راپور خپور شو
CGTN2024/11/06 10:10:17
شريکول:

د هونګ چياو ۷م نړيوال اقتصادي فورم د نومبر د ۵ مې نېټې په ماسپښين د نړۍ د ورخلاصون د ۲۰۲۴م کال راپور خپور کړی، چې پکې د نړيوال ورخلاصون د شاخص په شمول يو لړ مهمې شمېرې خپرې شوې دي.

په دغه راپور کې په تېر ۲۰۲۳م کال کې د نړۍ د ورخلاصون شاخص ۰.۷۵۴۲ ښودل شوی، چې دغه شمېر د وړم۲۰۲۲م کال په پرتله ٪ ۰.۱۲ کموالی ښيي.

د دغه راپور جوړوونکې ډلې په روان کال کې په لومړي ځل د نړۍ د ورخلاصون د وضعيت په اړه نظرپوښتنه ترسره کړې او د نتيجې له مخې يې، د هغو کسانو شمېر د ټولو پوښتل شوو کسانو په عمومي شمېر کې ٪ ۵۹.۷ نيسي، چې يوه ډله يې نړيوال اقتصاد له تېر ۲۰۲۳م کال څخه راپدې خوا غير پرانيستی بولي، بله ډله يې پر دې اند ده، چې د نړيوال اقتصاد د ورخلاصون وضعيت کې کوم خاص”  بدلون نه دی راغلی“ او پاتې نورو کسانو يې بيا نړيوال اقتصاد په” ناڅرګند“ حالت کې بللی دی.

په دغه راپور کې د چين د نوي کیفيت د توليدي ځواک د پاللو او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په اړه هم تحليلونه شوي او دا یې د نړيوالو پرانيستو همکاريو لپاره ډېر مهم بللی دی.