په چين کې د خصوصي اقتصاد د تصديو شمېر ډېر شوی
CGTN2024/11/06 11:11:51
شريکول:

د چين د بازارونو د څار عمومي ادارې خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د خصوصي اقتصاد د اړوندو تصديو شمېر کې پرله پسې زياتوالی راغلی او د ۲۰۲۴م کال د سپتمبر تر پايه پورې دغه شمېر ۱۸۰۸۶.۴۸ ښودل شوی دی، چې دا د ټولو ډولو اقتصادونو د تصديو په عمومي اندازې کې ٪ ۹۶.۳۷ نيسي او د تېر د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر په پرتله  ٪ ۳.۹۳ او له تېرو څه باندې لسو کلونو راهیسې څلور چنده زياتوالی ښيي.