د هونګ چياو نړيوال اقتصادي فورم په څنډې کې به ۱۹ فرعي فورمونه ترسره شي
CMG2024/11/06 11:17:41
شريکول:

د چين اووم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په ۵مې نېټې د چين په شانګهای ښار کې پرانيستل شو، چې د همدې میاشتې تر ۱۰مې نېټې پورې به دوام ولري.

د هونګ چياو اووم نړيوال اقتصادي فورم د نوموړي نندارتون د يوې مهمې برخې په توګه په همدې ورځ (( د لوړې کچې پر ورخلاصون ټينګار کول او د ټولشموله ګټو او زغم په بڼه د اقتصاد د نړيوال کېدو لپاره ګډې هڅې)) په عنوان پېل شوی، چې په درشل کې به یې ۱۹ فرعي فورمونه هم ترسره شي.

د هونګ چياو نړيوال اقتصادي فورم عمده فورم د نومبر په ۵مې نېټې پېل شوی او ګډونوالو يې د سوداګرۍ نړيوال سازمان کې د چين د ګډون ۳۰ کلونو تجربو او لاسته راوړنو ته کتنه کړې ده.

دوی د سوداګرۍ نړيوال سازمان کې د چين له غړيتوب وروسته د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره د چين مهم خدمتونه ستايلي او د نوموړي سازمان د اصلاحاتو او د ورخلاصون د پياوړتيا په اړه يې د چين د ميکانيزمونو د اصلاحاتو په اړه بحثونه کړي دي.