د چين لومړي وزير لي چيانګ د سه شنبې په ورځ د چين د وارداتو اووم نړيوال ننداتون ته په وينا کې د ورخلاصون پر اهميت ټينګار وکړ. د ملاتړپالنې د احساساتو د ډيريدو او د نړيوالې اقتصادي ودې د پڅتيا په پس منظر کې د چين د وارداتو پنځه ورځنی نړيوال نندارتون د لوړې کچې ورخلاصون ته د چين د عزم او وړتيا څرګندونه کوي.
د تاريخ په اوږدو کې، سوداګرۍ د مدنيتونو تر منځ د تبادلاتو په برخه کې حياتي رول لوبولی او د چين د سوداګرۍ نړيوال نندارتون د ټولو لپاره نړيوالې سوداګرۍ ته د لاسرسي چوکاټ برابر کړی دی.
دغه نندارتون په لومړيو شپږو کلونو کې تر ۴۲۰ ميلياردو ډالرو ډير مطلوب حواله جات توليد کړي او تر ۱۱۳۰ ډيرو بهرنيو کاروباريانو او د پانګونې هڅوونکو سازمانونو د چين په ګوټ ګوټ کې هدفمند ارتباطات رامنځته کړي دي.
په سږني نندارتون کې د نړۍ په کچه د ۵۰۰ مخکښو کمپنيو له ډلې ۲۹۷ هغو او د صنايعو مخکښانو ګډون کړی دی چې دا د ريکارډ کچې شمېرې دي. ۱۸۶ کمپنۍ بيا داسې دي چې د رسمي ارقامو له مخې، د اووم کال لپاره پر له پسې د چين د وارداتو په نړيوال نندارتون کې ګډون کوي. سږني نندارتون ته دغه راز ۳۹ دولتي تدارکاتي پلاوي، څلور د صنايعو تدارکاتي پلاوي او په ټوله کې ۷۸۰ سوداګريز فرعي ګروپونه ورغلي دي.
نړيوال سوداګريز ګروپونه وارداتو ته په ځانګړي شوي د ملي کچې لومړي نندارتون کې سره راټول شوي څو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي، نړيوالې اقتصادي همکارۍ تقويه کړي او په چيني مارکېټ کې باالقوه فرصتونه ومومي.
د نړيوالو پانګه اچوونکو لپاره، دغه نندارتون چيني مارکېټ ته د لاسرسي دريڅه ده. د چين د وارداتو نړيوال نندارتون په دوامداره توګه د ورخلاصون د ګټو په راسپړلو سره ژمن دی چې په چين کې نوي انکشافي فرصتونه له نړۍ سره شريک کړي.
بريټانوي اسټرازينکا کمپنۍ د بېلګې په توګه په نظر کې ونیسئ. دغه کمپنۍ د شپږم پر له پسې کال لپاره د چين د وارداتو په نړيوال نندارتون کې ګډون کوي. يادې کمپنۍ تېر کال د چين د شاندونګ ولايت په چينګداو کې د ۷۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت د انهلرونو پر توليد دوه دورې پانګونې وکړې.
ټولشموليت د چين د لوړې کچې ورخلاصون کليدي ټکی دی. د ټولو لپاره د نړيوالې سوداګرۍ د هڅونې لپاره، د چين د وارداتو په نړيوال نندارتون کې د ۳۷ لږ پرمختللو هېوادونو لپاره وړيا ځای برابر شوی او دغه راز د افريقايي توليداتو سيمه پراخه کړای شوې ده چې ورسره په چين او دغه راز نندارتون کې د هغوی حضور اسانه شوی دی.
دا چې د دويم ستر اقتصاد په توګه چين خپل ځيرک اوښتون چټک کړی نو د لوړې کچې ورخلاصون یې هم له نوښتونو او لوړ کيفيت پراختيا ډک دی. د لومړي ځل لپاره د چين د وارداتو په نړيوال نندراتون کې (د نوي باکيفيته توليدي ځواک پر مټ د پايدار انکشاف) تر عنوان لاندې د مناسبتونو کوربه توب کيږي. پر مصنوعي ځيرکتيا سمبال روباټونه، نجومي سپوږمکۍ او نورې ډيرې پرمختللې ټکنالوژۍ پکې نندارې ته اېښودل کيږي چې ټول د زرغون او پايدار انکشاف پر لور مسيرونه برابروي.
د چين د وارداتو نړيوال نندارتون د چين د ټولشموله او نوښتګر ورخلاصون يوه بېلګه ده. دغه هېواد د نړيوالې سوداګرۍ د هڅونې او بهرنۍ پانګونې د جذبولو په موخه د سياستونو يوه ټولګه په مخه کړې ده.
په سپټمبر کې، چين اعلان وکړ چې د روان کال د ډسمبر له لومړۍ نېټې وروسته به له لږ پرمختللو هغو هېوادونو څخه پر وارداتو تعرفه صفر کړي چې دوی ورسره ډيپلوماټيکې اړيکې لري. بيجينګ د نومبر په لومړۍ نېټه په توليدي سکټور کې بازار ته د بهرنيانو پر لاسرسي لګول شوي محدوديتونه هم لرې کړل.
چين په ځلونو ورخلاصون ته خپل هوډ ثابت کړی. دغه هېواد د خپل هوډ د پوره کولو لپاره د چين د وارداتو د نړيوال نندارتون او نورو حمايوي اقداماتو له لارې د پخو ګامونو اخيستل پيل کړي دي.