توماس باخ د چين ميډيا ګروپ ټېکنالوژيکي ظرفيت وستايه
CMG2024/11/06 10:26:46
شريکول:

د المپيک نړيوالې کمېټې د ډيجټلي چارو او بازاري انکشاف کمېسيون کلنۍ غونډه د نومبر په ۵مې نېټې په انلاين او حضوري ډول ترسره شوه.

د المپيک نړيوالې کمېټې مشر توماس باخ دغې غونډې ته په وينا کې د چين ميډيا ګروپ ټېکنالوژيکي نوښتونه او د پاريس د المپيک لوبو راپورونو کې د دغې رسنیزې ادارې غښتلې لاسته راوړنې ستايلي او د المپيک نړيوالې کمېټې او د چين ميډيا ګروپ ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا هيله يې ښودلې ده.

د غونډې ګډونوالو د المپيک نړيوالې کمېټې د ډيجټلي ستراتيژۍ د پروسېس، الکترونيکي لوبو، اې ايي ټېکنالوژۍ او ډيجټلي چارو د پرمختګ د تمايل په اړه بحثونه کړي دي.

د چين ميډيا ګروپ په تېرې جولای کې د المپيک له نړيوالې کمېټې سره د الکترونيکو لوبو په اړه د همکاريو ياداښت لاسليک کړی او دواړه خواوې به په دې برخه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.