د ډېرو هېوادونو موټر توليدوونکو تصديو د چين پر برېښنايي موټرو د اروپايي ټولنې بنديزونو سره مخالفت ښودلی
CMG2024/11/06 11:02:49
شريکول:

د نړۍ د ۱۱ هېوادونو او سيمو د موټرو نژدې ۴۰ تصدۍ د چين په ۷م نړیوال وارداتي نندارتون کې ګډون لري، چې له ۷۰ سلنې زياته برخه يې د نړۍ د لومړيو مخکښو ۵۰۰ تصديو په نوملړ کې ځای او يا په دې برخه کې مخکښ مقام لري.

ډېرو تصديو د اروپايي ټولنې کمېټې له هغې پرېکړې سره مخالفت ښودلی، چې د سابسيډۍ یا حکومتي مالي مرستې په پلمه یې پر چيني برېښنايي موټرو لوړې ګمرکي تعرفې لګولې دي.

په دغه نندارتون کې د والکسواجن (Volkswagen)، اوډي (Audi) او بې اېم ډبليو (BMW) تصديو استازو رسنيو ته ويلي، چې په نړيوالو بازارونو کې بايد د موټرو د صنعت لپاره د برابرې سيالۍ چاپېريال برابر شي.