د امریکا د جمهوریپال ګوند نوماند او مخکېني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ځايي وخت د نومبر د ۶ مې نېټې په سهار وختي د دغه هېواد په فلوريډا ایالت کې د ۲۰۲۴م کال ولسمشريزو ټاکنو کې خپله بريا اعلان کړې ده.
د امريکا د هيل ورځپاڼې، فوکس نيوز او يو شمېر نورو رسنيو خبر ورکړی، چې ډونالډ ټرمپ په ولسمشريزو ټاکنو کې له نیمايي زياتې رايې ترلاسه کړي او اټکل يې کړی، چې نوموړی به بريالی شي.
ډونالډ ټرمپ په داسې حال کې خپله بريا اعلان کړې، چې د ټاکنو د رايو شمېرنه لا هم دوام لري.