د ايران محکمې د ايراني ساينسپوه د وژلو په تور ۳ تنه په اعدام محکوم کړل
CMG2024/11/06 11:10:23
شريکول:

د ايران يوې محکمې د نومبر په پنځمې نېټې  ۳ کسان د اسرائيل لپاره د جاسوسۍ او د ايران د اټومي فزيکپوه  فخري زاده د وژلو په تور په اعدام محکوم کړي دي.

فخري زاده د ۲۰۲۰م کال د نومبر په ۲۷مې نېټې د ایران پلازمېنې تهران ته نژدې سيمې کې له بريد سره مخ او ډېر سخت ټپي شو او د ژورو ټپونو له امله یې په روغتون کې ساه ورکړه.

ايران همغه وخت د دغه بريد پړه پر اسرائيل اچولې، خو اسرائيل پرې خاموشه پاتې شوی او تراوسه یې هیڅ ځواب نه دی ورکړی.