شي جين پينګ د چين له پاراشوټي ځواک څخه ليدنه وکړه
CMG2024/11/06 10:08:54
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ د نومبر په ۴مې نېټې د دغه هېواد له پاراشوټي ځواک څخه ليدنه کړې ده.

نوموړی د همدې ورځې په ماسپښين د پاراشوټي ځواک ادارې ته تللی او هلته یې له نږدې د دغه ځواک جنګي تمرين او تسليحات ليدلي، د وسلو او تجهيزاتو د توانونو معلومات يې ترلاسه کړي او اړوند راپور يې اورېدلی دی.

نوموړي د دغه ځواک د کاري راپور له اورېدلو وروسته مهمه وينا کړې او ويلي يې دي، چې پاراشوټي ځواک د چين د ځواکونو د قوت او جنګ په سيسټمونو کې ځانګړی او مهم ځای لري او ترې غوښتي يې دي، چې د نوې زمانې لپاره د ځواکونو د پياوړتيا مفکوره او د نظامي ستراتيژۍ نقشه عملي کړي، د سرتېرو د تمرينونو او جنګي تيارۍ چارې دې پياوړې کړي، پاراشوټي توان دې هراړخيز لوړ کړي او د يوه عصري پاراشوټي ځواک د ابادۍ لپاره دې هڅې وکړي.