بهرني شرکتونه د چين د نړيوال وارداتي نندارتون په اړه څه نظر لري؟
CGTN2024/11/06 15:02:55
شريکول:

د چين اووم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په ۵مې نېټې په شانګهای ښار کې پرانيستل شو، چې د همدې مياشتې تر ۱۰مې نېټې پورې به دوام ولري او په پرانيستو مراسمو کې يې د نړۍ د ۱۵۲ هېوادونو، سيمو او نړیوالو سازمانونو د مشرانو او د سياسي او سوداګريزو برخو د استازو په شمول ۱۵۰۰ کسانو ګډون کړی و.

په دغه نندارتون کې د نړۍ د ۱۲۹ هېوادونو او سيمو ۳۴۹۶ شرکتونو برخه اخيستې، چې دغه شمېرې د تېر شپږم نندارتون د ورته شمېرو په پرتله زياتوالی ښيي او په ګډونوالو شرکتونو کې يې ۲۹۷ هغه شرکتونه دي، چې ځيني يې د نړۍ د مخکښو ۵۰۰ شرکتونو په نوملړ کې ځای لري او ځيني يې بيا په خپل سکټور کې ډېر پياوړي دي او دغه شمېر د دغه نندارتون په تاريخ کې نوی ريکارډ جوړ کړی دی.

پورتنۍ شمېرې د چين د بازار او د نړیوال وارداتي نندارتون جاذبه ښکاره کوي او هم د بېلا بېلو خواوو د ورخلاصون او همکاريو ګډه غوښتنه ترې څرګنديږي.

د امریکا د فيزر شرکت (Pfizer) د چيني څانګې د مشر پنګ جن که او د لوریال شرکت (L’ORÉAL) د مشر جيان پاول اګون په شمول د يو شمېر بهرنیو شرکتونو مشرانو او استازو  خبري رسنيو ته ويلي، چې چين د نړیوال وارداتي نندارتون له لارې له نړۍ سره د پرمختګ فرصتونه شريکوي او نړیوالو شرکتونو ته یې پهذ خپل لوی بازار کې د پرمختګ زمېنه برابره کړې ده.

د چين وارداتي نندارتون د وارداتو لومړی دولتي نندارتون دی، چې له ۲۰۱۸م کال راهيسې هر کال ترسره کېږي او د چين د نوي پرمختګ او د لوړې سويې د ورخلاصون لپاره يو ښه ډګر ګرځېدلی دی.

شمېرې ښيي، د دغه نندارتون په تېرو شپږو دورو کې شاوخوا ۲ زره او ۵ سوه ډوله نوي توليدات، نوي تخنيکونه او نوي خدمتونه ښودل شوي، د سوداګرۍ عمومي ارزښت يې له ۴۲۰ ميليارډو ډالرو څخه اوښتی او د نړیوالو شرکتونو د پرمختګ لپاره يې ښه پل جوړ کړی دی.  

د بهرنيو شرکتونو ته د چين لوی بازار ډېر مهم دی او بل دغه هېواد هراړخيز تولیدي سيسټمونه، بشپړ اساسي بنسټونه، غوره مستعد کسان، ښه سوداګريز چاپېريال او د لوړې سويې ورخلاصون لري، چې شرکتونه او تصدۍ پکې ډېر ژر پرمختګ کولی شي.

د نېسټل شرکت (Nestlé) د چيني څانګې مرستيال مشر فانګ جون تاو د چين لوی بازار د بهرنيو شرکتونو د پانګونې لپاره يو فرصت بولي.

د نړۍ اوسني وضعيت ته په کتو، د نړيوال اقتصاد خوځنده ځواک کم شوی او په همدغسې حالاتو کې ځيني هېوادونه د اقتصادي اړيکو پر پرې کولو او پروټېکشنيزم ټينګار لري او په يوې او بلې پلمې د ځاني سوداګرۍ د غوړېدو لپاره لارې لټوي.

د چين نړيوال وارداتي نندارتون د نړيوال اقتصاد د ورخلاصون لپاره يو ډېر ښه ډګر ګرځېدلی، د بېلا بېلو خواوو د همکاريو اجماع يې رامنځته کړې، د چين او سراسري جنوب هېوادونو د ګډ پرمختګ لپاره يې نوې محرکه قوه رامنځته کړې او د پروټېکشنيزم ضد مبارزه يې پېل کړې ده.

چين له لومړی نړيوال وارداتي نندارتون راهيسې د لږ پرمختللو هېوادونو لپاره د عرفو جوړولو او د ټوکو ليږدولو په برخو کې اسانتياوې برابرې کړي او  په دغه دوره نندارتون کې یې د يادو هېوادونو د شرکتونو د نندارځيو لپاره ۱۲۰ وړیا ځايونه برابر کړي، د ۳۷ لږ پرمختللو هېوادونو د نندارځايونو لپاره يې ملاتړ برابر کړی او د خواړو او زراعتي پيداوارو په برخو کې يې د افريقايي توليداتو  نندارځی ځای نور هم پراخ کړی دی

زیات پرمختيايي هېوادونه کولی شي، چې د اقتصاد د نړیوال کېدو بهير کې ګډون وکړي او د پرمختګ برياليتوبونه د بېلا بېلو هېوادونو له خلکو سره شريک کړي.

د چين سږنی وارداتي نندارتون په نوې زمانې کې د ګډ راتلونکي په عنوان ترسره کېږي او د چين د ژمنې د پلې کېدو ښکارندويي کوي.