نظرپوښتنه: د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو ۴/۳ رايه اچوونکي د هېواد له اوسني وضعيته راضي نه دي
CGTN2024/11/06 10:22:32
شريکول:

سي اېن اېن د نومبر په ۵ مې نېټې د امريکا د سږنيو ولسمشريزو ټاکنو د رايه اچوونکو د نظرپوښتنې نتيجه خپره کړې، چې له مخې يې ۴/۳ رايه اچوونکو د دغه هېواد د اوسني وضعيت په اړه منفي نظريې ښودلي او

د امريکا ډيموکراسي يې له ګواښونو سره مخ بللې ده.

د نظرپوښتنې نږدې ٪ ۴۰ رايه اچوونکو ويلي، چې د امريکا ډيموکراسي له سختو ګواښونو سره مخ ده او  يوازې ۴/۱ رايه اچوونکو د دغه هېواد پر اوسني وضعيت رضایت ښودلی، خو شاوخوا ٪ ۳۰ رايه اچوونکو بیا ناهيلي څرګنده کړې ده.

د نظرپوښتنې نږدې ٪ ۷۰ ګډونوالو په ولسمشريزو ټاکنو کې پر احتمالي زورزياتي او پېښو هم اندېښنه ښودلې ده.