د امريکا د جمهوريپال ګوند د کانديد ډونالډ ټرمپ د کمپاين ټيم، چې د ټاکنو له رسمي پایلې له اعلانېدو مخکې يې د ۲۰۲۴م کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې خپله بريا اعلان کړې، ويلي چې ټرمپ د اوسني ولسمشر جو بايډن بلنه منلې ده او له نوموړي سره به په سپينې ماڼۍ کې د ولسمشريزو واکونو د سپارلو په اړه خبرې وکړي.
د دغو دوو امريکايي مشرانو د ناستې دقيقه نېټه نه ده اعلان شوې، خو د ټرمپ د کمپاين ټيم ويلي، چې دغه ناسته به ژر ترسره شي.