د عراق د وسله والو ځواکونو د قوماندانۍ وياند يحيی رسول د نومبر په ۶مې نېټې رسنيو ته په يوې استول شوې اعلاميې کې ويلي، چې هېواد یې چا ته اجازه نه ورکوي، چې خاوره یې پر نورو هېوادونو د بريدونو او مقابلې لپاره وکارول شي.
اعلاميه وايي، د عراق صدراعظم محمد شيعه السوداني په همدې ورځ د ملي امنيت د وزيرانو کمېټې د غونډې مشري کړې او ياده پرېکړه يې پکې کړې ده.
په دغه غونډه کې د عراق د امنيت عمومي وضعيت څېړنه شوې، د فلسطين او لبنان له وګړو څخه يې کلک ملاتړ څرګند کړی او پر دواړو هېوادونو د اسرائيل يرغل يې غندلی دی.