د چین صدراعظم لي چيانګ د نومبر په ۶مې نېټې د دغه هېواد د يون نان ولايت په کون مينګ ښار کې د اسيا د پرمختيايي بانک له مشر اساکاوا ماساتسوګو سره ليدلي دي.
اساکاوا ماساتسوګو د مېکونګ سيند پر غاړه د پرتو هېوادونو د اقتصادي همکاريو په اتمه سرمشريزه کې د ګډون لپاره کون مينګ ښار ته تللی دی.
لي چيانګ له نوموړي سره په ليدنې کې ويلي، چې هېواد به يې د لوړې سويې پر ورخلاصون ټينګار ولري او له بېلابېلو هېوادونو سره به د پرمختګ فرصتونه شريک کړي..
هغه هيله ښودلې، چې چين او د اسيا پرمختيايي بانک د چاپېريال ساتنې او د زرغون پرمختګ په برخو کې همکارۍ ټينګې کړي او له نورو پرمختيايي هېوادونو سره د بېوزلۍ د له منځه وړنې، ډيجيټلي اقتصاد او زرغون پرمختګ په برخو کې خپلې تجربې شريکې کړي.
اساکاوا ماساتسوګو ويلي، چې د چين د اقتصاد ثابت زياتوالی د اسيا او ارام بحر سيمې حتی د نړۍ د اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره ډېر مهم ارزښت لري. د اسيا د پرمختيايي بانک له چین سره د لا ټينګو او هراړخيزو همکاريزو اړيکو جوړېدو ته په درنه سترګه ګوري او په دې اړه هڅه کوي، څو له چين سره يو ځای ازادې سوداګرۍ وساتي، د پروټېکشنيزم ضد مبارزه وکړي او د اسيا ګډ پرمختګ پياوړی کړي.