۸۰ شرکتونو او سازمانونو د نومبر په ۶مې نېټې د چين په راتلونکي اتم نړیوال وارداتي نندارتون کې د ګډون تړونونه لاسليک کړي، چې د نندارځيو عمومي مساحت به يې شاوخوا ۵۰ زرو مترو مربع ته ورسېږي.
ايستي لاودر شرکت (Estee Lauder) هم د چين په اتم نړیوال وارداتي نندارتون کې د ګډون تړون لاسليک کړی او په سږني نندارتون کې يې څه باندې سل ډوله نوي توليدات نندارې ته وړاندې کړې دي.
د دغه شرکت د چيني څانګې مسئول فان جيا يو د چين پر بازار پوره باور ښودلی دی.
د چين د سوداګرۍ مرستيال وزير تانګ ون هونګ ويلي، چې هېواد به يې د لوړې سويې پر ورخلاصون ټينګار ولري او د چين نړیوال وارداتي نندارتون یې د ورخلاصون لپاره يو ډېر مهم ډګر یاد کړی او په خبره یې، دغه نندارتون به د ورخلاصون لپاره هڅو ته دوام ورکړي.