۲۸ زرو بهرنيو شرکتونو د چین د شانګهای پو دونګ نوې سيمې کې څانګې پرانيستلي
CGTN2024/11/07 11:19:54
شريکول:

 د چين د شانګهای ښاروالۍ د معلوماتلو له مخې، ۲۸ زرو بهرني شرکتونو  د دغه ښار په پو دونګ نوې سيمې کې خپلې څانګې پرانيستلې دي.

د شانګهای ښاروالۍ مرستيال سرمنشي وو جين چنګ د نومبر په ۶مې نېټې په دغه ښار کې د هونګ چياو اووم نړيوال اقتصادي فورم په څنډې کې يوه فرعي فورم ته ويلي، چې پو دونګ نوې سیمه به د نړیوالو تبادلو په پار  ځانګړي تدبیرونه ونيسي.

نوموړي ويلي، په پو دونګ نوې سیمه کې د یوه نوي خورا لوی ترافيکي محور د مرکزي برخې د جوړولو هڅې روانې دي، چې ۷ متره مربع پراخوالی به ولري او يوه نړيواله سوداګريزه همکاريزه سيمه به هم پکې شامله وي.

د معلوماتو له مخې، ياده نړيواله سوداګريزه سيمه به په راتلونکي ۲۰۲۵م کال کې فعاله شي او له فعاليدو وروسته به بهرني مسافرین وکولی شي، چې له ويزې پرته په دغې نړيوالې سوداګريزې همکاريزې سيمې کې د ۳۰ ورځو لپاره پاتې او د يوې بلې مياشتې دوام غوښتلی شي او د دې تر څنګ، که بهرني مسافرين وغواړي چين ته ننوځي، کولی شي، چې په همدغې سیمې کې ويزه واخلي.

ښاغلي وو جين چنګ ويلي، چې د پودونګ نوې سیمې ياد نوي تدبیرونه به د شرکتونو د سوداګريزو مشورو، غونډو،‌ نندارو او نړیوالو روزنو لپاره اسانتياوې برابرې کړي.