د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۷مې نېټې د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ترمپ ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
نوموړي په خپل پيغام کې ويلي، چې تاريخ ته په کتو، چين او امريکا دې په ګډې همکارۍ متقابلې ګټې پرمخ يوسي او مقابلې به یې نه يوازې دواړو هېوادونو، بلکې نړۍ ته هم زيانونه ورسوي.
شي جين پينګ د چین او امريکا ترمنځ ثابتې، سالمې او تلپاتې اړیکې د دواړو هېوادونو له ګډو ګټو او د نړيوالې ټولنې له ګډې هيلې سره سمې بللي او هيله يې ښودلې، چې دواړه خواوې د متقابل درناوي، په سوله کې د ګډ ژوند او د همکاريو له لارې د ګډو برياليتوبونو پر بنسټ تګ راتګ وکړي، خپلمنځي ډيالوګ ته دوام ورکړي او توپيرونه کنټرول او ګټورې همکارۍ پراخې کړي، څو په نوې زمانه کې د چين او امريکا ترمنځ سم تګ راتګ ترسره شي او نړۍ ته یې هم ګټې ورسېږي.
په ورته وخت کې د چين د دولت مرستيال رئيس هان جنګ هم د دونالډ ترمپ مرستيال جامس ډاويد وانس ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.