چين د مېکونګ سيند پر غاړه د پنځو پرتو هېوادونو اتباعو ته د لان څانګ جيانګ سيند- مېکونګ سيند ويزې ورکوي
CGTN2024/11/08 11:18:21
شريکول:

د چين حکومت ويلي، د مېکونګ سيند پر غاړه د پنځو  پرتو هېوادونو (کمبودیا، لاوس، میانمار، ټایلنډ، ویتنام )  اتباعو ته به د لان څانګ جيانګ سيند - مېکونګ سيند په نوم وېزې ورکړي.

د مېکونګ سیند پرغاړه د یادو ۵ پرتو هېوادونو هغه سوداګران، چې د لان څانګ جيانګ سیند ـ مېکونګ سیند د ويزې پر شرایطو برابر وي، کولی شي، د وېزې ترلاسه کولو وروسته په پنځو کلونو کې چين ته  سفرونه وکړي.