د اسرائيل ملي دفاع وزارت د نومبر په ۷مې نېټې ويلي، د امريکا له بوينګ شرکت سره يې د ۵.۲ ميلیارډو امریکايي ډالرو په ارزښت د (F-15) ۲۵جنګي الوتکو د پېر تړون لاسلیک کړی دی.
د دغه تړون له مخې به د امريکا بوينګ شرکت تر ۲۰۳۱م کال پورې هر کال اسرائيل ته له ۴ تر ۶ الوتکې ورکوي.
د اسرائيل دفاع وزارت ویلي، چې له بوينګ شرکت سره یې دغه تړون د امریکا د سږنۍ منظورۍ شوې مرستې یوه برخه ده.
د اسرائيل د دفاع وزارت د هوايي ځواک مل پلاوي د روانې مياشتې په ۶مې نېټې په امريکا کې له بوينګ شرکت سره ياد تړون لاسلیک کړی دی.