د چين عامه امنيت وزارت د نومبر په ۷ مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې دغه وزارت او د امریکا د کورني خاورو امنیت وزارت د قانون اجرائيوي ادارو د تیلې - فراډ یوه نړیواله قضیه هواره کړې، چې له مخې يې د چین د جه جیانګ ولایت یوه شرکت او امریکايي همکارانو یې ۱.۷ میلیون ډالره پیسې بېرته ترلاسه کړي دي.
اوس د چين او امريکا د قانون اجرائيوي ادارې د قضيو د پلټنې او هواري په تړاو فعالې هڅې کوي او د شرکتونو قانوني حقونه او ګټې خوندي ساتي.
د نړۍ په مخابراتي او انټرنېټي چارو کې د فرېبونو او دوکو جرمونه زيات او اغېز یې پراخ شوی او د بېلا بېلو هېوادونو د قانوني اجرائيوي ادارو پر وړاندې یوه ستونزه ګرځیدلې ده.
د چين د عامه امنيت وزارت د مختلفو هېوادونو له امنيتي ادارو سره عملي ژورې همکارۍ کوي، د مخابراتي او انټرنېټي چارو د فرېب او دوکو د جرمونو مخه نيسي او د امنيت او پرمختګ او د خلکو د قانوني حقونو او ګټو د ساتنې په پار هڅې کوي.