شي‌ جين پينګ به له پیرو او برازيل څخه ليدنه وکړي
CGTN2024/11/08 09:41:56
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ به د نومبر له ۱۳مې نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې د پيرو د ولسمشرې دينا بولوارتي په بلنې د دغه هېواد په پلازمېنې لیما کې د اسيا او ارام سمندر سیمې د اقتصادي همکاريو سازمان په ۳۱مې غيررسمي غونډې کې ګډون او له دغه هېواد څخه به رسمي ليدنه وکړي.

د دې تر څنګ، نوموړی به د نومبر له ۱۷مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې د برازيل د ولسمشر لويز ايناسيو لولا دا سيلوا په بلنې د دغه هېواد په ريو ده جانېيرو ښار کې د جي شل په ۱۹مې سرمشريزې کې برخه واخلي او له دغه هېواد څخه به رسمي ليدنه وکړي.