چين کې د بهرنیو پولي چارو سيمينار ترسره شو
CMG2024/11/08 11:03:08
شريکول:

د چين د خلکو بانک د نومبر په ۶مې نېټې د بهرنيو پولي مؤسسو لپاره د پولي چارو سيمينار ترسره کړی، چې پکې د دغو مؤسسو استازو خپل نظرونه او وړانديزونه یې اورېدلي او د سوداګريز چاپېريال د لا ښه والي او د پولي چارو د لوړې کچې ورخلاصون  پرمخبېولو پر چارو يې بحثونه کړي دي.

بېلا بېلو بهرنیو مالي ادارو باور ښودلی، چې د چين د خلکو بانک د سږ کال له پيل راهيسې د پولي چارو د اصلاحاتو او ورخلاصون د ژورتيا، د سوداګريز چاپېريال د ښه والي او د پولي ډېټا د مديريت د بشپړتيا په پار يو لړ تدبيرونه پلي کړي او ښې پايلې يې ترلاسه کړې دي.

د چين پر لوی بازار د بهرنيو پانګوالو هيله او باور د پام وړ زيات شوي دي.