ملګرو ملتونو د چین ۳ سوله ساتو پوليسو ته د سولې افتخاري ميډالونه ورکړل
CGTN2024/11/08 10:33:46
شريکول:

ملګرو ملتونو څو ورځې مخکې په سيپروس کې د ۳ چیني پولیسو په ګډون ۲۴سوله ساتو پولیسو ته ميډالونه ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د سوله ساتي پوځ مسئول سټيوارت يادو مراسمو ته په وينا کې د چین په شمول له بېلا بېلو هېوادونو څخه مننه کړې، چې سيپروس کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو  ته يې پولیس لېږلي او د دغه هېواد د سوله ييز بهير لپاره يې مهم خدمتونه برابر کړي دي.