بېجينګ: د فليپين تش په نوم "د سمندري ساحې قانون" سره په کلکه مخالفت کوو
CMG2024/11/09 00:11:46
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د نومبر په ۸مې نېټې وويل، د فليپين تش په نوم "د سمندري ساحې قانون" په ناقانونه توګه د چين هوانګ يان ټاپو او د نان شا سمندري سيمې زياتره ټاپوګان د دغه هېواد په سمندري قلمرو کې شامل کړي دي.دا اقدام د چین له ځمکنۍ بشپړتيا او سمندري حقونو څخه په کلکه سرغړونه ده. د چين د بهرنيو چارو وزارت د فليپين سفير احضار کړی او په دې اړه يې سخت اعتراض ورته وړاندې کړی دی.

ماو نينګ پر دې ټينګار وکړ چې په جنوب سمندر کې د چين ځمکنۍ بشپړتیا او حاکميت او سمندري حقونه نه يوازې په کافي اندازه تاريخي او قانوني بنسټونه لري، بلکې د ملګرو ملتونو له سمندري قانون سره سمون لري.