د چين مرستيال صدراعظم په رسمي سفر سينګاپور ته ځي
CMG2024/11/09 14:21:53
شريکول:

د چين مرستيال صدراعظم دينګ شوی شيانګ به د سينګاپور د مرستيال صدراعظم ګانکېم يونګ په بلنې د نومبر له لسمې نېټې څخه تر يوولسمې نېټې پورې له سينګاپور څخه رسمي ليدنه وکړي او له ګانکېم يونګ سره به په ګډه د دواړو هېوادونو د دوه اړخيزو همکاريو ګډې کمېټې د شلمې غونډې مشري وکړي.

نوموړی به همدارنګه د نومبر په ۱۲مه نېټه په دوه ورځني رسمي سفر اذربايجان ته ولاړ شي او هلته به له نړیوالو سره د اقليمي بدلون ضد عملياتو سرمشريزه کې ګډون وکړي.