د بوليويا ولسمشر ارسي کتکورا د نومبر په اتمې نېټې اعلان وکړ، چې هېواد يې د برېکس همکاريز ميکانيزم کې د ګډون بلنه رسماً ترلاسه کړې او منلې يې ده.
نوموړي په برېکس کې د بوليويا شاملېدل د دغه هېواد د تاریخ لپاره خورا مهمه لاسته راوړنه بللې او په وينا يې، هېواد به يې په دې سره په اقتصادي، مالي، سوداګريزو، کلتوري او جيوپوليټيکو برخو کې په تدريجي توګه پرمختګونه ومومي.