شي جين پينګ د اندونيزيا له ولسمشر پرابوو سوبيانتو سره خبرې وکړې
CMG2024/11/10 11:14:57
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د نهمې نېټې په مازديګر په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د اندونيزيا له ولسمشر پرابوو سوبيانتو سره خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ ويلي، چې پرابوو په تېر مارچ کې د اندونيزيا د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته لومړی له چين څخه ليدنه کړې وه او له لوړې وروسته يې بيا لومړی چين ته خپل رسمي سفر پيل کړی، دا ښيي، چې نوموړی د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته په درنه سترګه ګوري. رئيس شي پر ستراتيژيکې خپلواکۍ، متقابل باور او مرستو، همکاريو او عدالت ټينګار کول له تېرو لسيزو کلونو راهيسې د چين او اندونيزيا ترمنځ د اړيکو له ټينګښت څخه تر لاسه شوې تجربه او په راتلونکي کې د دوه اړخيزو اړيکو د دايمي او ثابت پرمختګ مهم اصل بللی. رئيس شي ويلي، چې چين غواړي د اندونيزيا له نوي حکومت سره دوستۍ او همکاريو ته دوام او پرمختګ ورکړي، د ګډ برخليک اغېزمنې ټولنې د ابادۍ لپاره په ګډه هڅې وکړي او د پرمختيايي هېوادونو د يووالي، همکاريو او ګډ پرمختګ نوې پاڼه واړوي.

دواړو مشرانو له خبرو اترو وروسته د ګډې ابادۍ، سمندري اقتصاد، اوبو لګولو او کاني چارو په برخو کې د دواړو هېوادونو د همکاريزو سندونو د لاسليک په مراسمو کې ګډون کړی دی.

دواړو خواوو د هراړخيزې ستراتيژيکې ملګرتيا او د ګډ برخليک ټولنې په اړه د چين او اندونيزيا ګډه اعلاميه خپره کړې ده.