د پاکستان د اورګاډي په يوه سټيشن کې د چاودنې له امله ۲۰ تنه وژل شوي او ۵۳ ټپیان شوي دي
CMG2024/11/10 15:09:22
شريکول:

د پاکستان چارواکو د نومبر په ۹مه خبر ورکړی چې د همدې نېټې په سهار د دې هېواد د جنوب لوېديځ بلوچستان ايالت په مرکز کوېټه ښار کې د اورګاډي په يوه تم ځاى کې چاودنه شوې. سرچینې ویلي چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې بريد کې لږ تر لږه ٢٠ کسان وژل شوي او ۵۳ نور ټپيان شوي دي.

د کوېټې د ملکي روغتون مشر رسنیو ته ویلي چې د ځينو ټپيانو حالت د اندېښنې وړ دى، نو ښايي د مړو شمېر نور هم زيات شي.

(( د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ )) د دې برید  مسوولیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې د برید اصلي هدف د پاکستاني پوځیانو هغه ډله وه چې په دغه سټیشن کې اورګاډي کې سپرېدل.

د پاکستان صدراعظم شهباز شريف په يوه اعلامیه کې دغه برید په کلکه غندلی او ویلي يې دي چې د پاکستان حکومت او پوځ به د ترهګرو پر ضد په مبارزه کې هر ډول هڅې وکړي.