شي جين پينګ د پوځ د تسليحاتو د تضمین د مقرراتو حکم وکړ
CMG2024/11/10 11:07:59
شريکول:

د چين د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ په دې وروستيو کې د (( د پوځ د تسليحاتو د تضمين مقررات)) د خپرولو حکم لاسليک کړی دی.

دغه مقررات د ولسي پوځ د پياوړتيا په اړه د شي جين پينګ د مفکورې له مخې په نوې زمانه کې د دې ځواکونو د دندو د اغېزمن تطبيق لپاره جوړ شوي. مقرراتو په نوي وضعيت کې د پوځ د تسليحاتو د تضمين په اړه د چارو اصلي غوښتنې او د نظم ترتيبات ټاکلي او د اړوندو چارو بنسټ يې برابر کړی دی.

دغه مقررات به د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه نافذ شي.